د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقائي اعلان کړی چې افغانستان ته د ایراني چارواکو سفر د دواړو ګاونډیانو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا متمرکز و.
د هغه په وینا، د کډوالو، اوبو او امنیت مسایل د ایران او افغانستان ترمنځ د بحثونو له اصلي موضوعاتو څخه دي.
بقائي زیاته کړه چې په ایران کې مسؤلې ادارې په بشپړه همغږۍ سره کار کوي ترڅو د بهرنیو کډوالو، په ځانګړې توګه د افغان کډوالو شتون قانوني او تنظیم کړي.
هغه ټینګار وکړ چې دا چلند د قانوني اصولو پر بنسټ ولاړ دی او د ټولو هیوادونو او حکومتونو لخوا تصویب شوی دی.