په یوه اونۍ کې له پاکستان څخه ۶۷۰۰ افغان کډوال ایستل شوي دي

اخراج بیش از ۶۷۰۰ مهاجر افغانستانی از پاکستان در یک هفته

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان حکومت لخوا د “افغان تابعیت کارتونو” لرونکو کډوالو د بیرته ستنیدو لپاره د قانوني ضرب الاجل له پای ته رسیدو وروسته، ۹۴۴ کورنۍ چې ۶۷۰۰ افغان اتباع پکې شامل دي له هیواد څخه ایستل شوي دي.

د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، دا پروسه د روان کال د حمل د ۱۲مې تر ۱۷مې پورې ترسره شوه، چې ۲۸۷۴ نارینه، ۱۷۵۵ ښځې او ۲۰۷۱ ماشومان پکې شامل وو.

دا خلک لومړی د لنډي کوټل ټرانزیټ کمپ ته ولیږدول شول او بیا د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شول.

په عین حال کې، د کډوالو ملکیت لسګونه دوکانونه او سوداګریز مرکزونه تړل شوي دي، او د افغان تابعیت کارت لرونکي ګڼ شمیر کسان نیول شوي دي.

دې وضعیت د افغانستان په ختیځو پولو کې بشري کړکېچ لا پسې خراب کړی او بیړني ملي او نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.

بیشتر بخوانید:  یوناما: موږ د افغانستان له خلکو سره مرستې او همکارۍ ته ژمن یو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه