په کابل کې د مظاهره کوونکو ښځو له راټولېدو څخه د طالبانو مخنیوی

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبري اژانس د راپور له مخې، د “افغانستان د ځواکمنو ښځو” د غورځنګ په نوم د اعتراض کوونکو یوې ډلې ویلي، ټاکل شوې وه نن دوشنبې (د عقرب ۹مه) د کابل په نوي ښار کې احتجاجي غونډه جوړه کړي؛ خو طالبانو د دغې غونډې د ترسره کیدو مخه ونیوله.

دغه مېرمنې وايي، ټاکل شوې وه چې په دې غونډه کې خپل علمي اسناد نندارې ته وړاندې کړي. خو د دوی په وینا طالبانو دغه غونډه ګډوډه کړه او د یو شمېر ښځو اسناد یې پرې کړل.

د لاريون کوونکو له ډلې څخه يوه مېرمن وايي، چې د طالبانو د سيمې قوماندان دوى ته ګواښونه کړي او په هوايي ډزو سره يې د لاريون کوونکو د ګډوډولو هوډ کړى دى.

دغه مظاهره کوونکې مېرمن وايي، دوی اراده درلود چې د خپل غږ نړۍ ته ورسوي. په ورته وخت کې هغه وايي، چې نړیواله ټولنه او د ښځو د حقونو بنسټونه افغان ښځو ته هېڅ پام نه کوي.

اعتراض کوونکې مېرمنې وايي، تر هغو به مبارزه کوي، چې خپل حقونه ترلاسه کړي.

طالبانو د واک تر لاسه کولو وروسته پر ښځو او نجونو سخت بندیزونه ولګول.

دا ډله اوس مهال ښځو ته په دولتي ادارو کې د کار کولو اجازه نه ورکوي او له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته یې ښوونځي تړلي دي.

بیشتر بخوانید:  د مسلمانانو لپاره د بیت المقدس او فلسطین ستراتیژیک اهمیت
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x