ملا برادر: افغانستان د اقتصاد پر بنسټ پالیسۍ او متقابل درناوي په چوکاټ کې ښکیلتیا ته چمتو دی

ملابرادر: افغانستان در چارچوب پالیسی اقتصاد محور و احترام متقابل آماده تعامل است

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د صدراعظم اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د کوچني اختر په مناسبت په خپله وینا کې د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې له طالبانو سره د “رغنده او مناسب” سیاسي او اقتصادي تعامل لپاره لاره هواره کړي.

ملا برادر دا هم ادعا وکړه چې افغانستان د طالبانو د واکمنۍ لاندې خوندي دی او دا ډله د اقتصاد پر بنسټ پالیسۍ او متقابل درناوي په چوکاټ کې له نورو هیوادونو سره د مناسبو تعاملاتو او اړیکو لپاره چمتو ده.

دغه طالب چارواکي ویلي چې ټول افغانان په خوښۍ او پرمختګ کې شریک دي او باید خپل یووالي او بشپړتیا وساتي او د هیواد د پرمختګ او سوکالۍ لپاره لاسونه سره یو کړي.

هغه وويل چې بهرنيان به زموږ وطن جوړ نه کړي او خوښي او سوله یوازې زموږ په خپله خاوره کې ممکنه ده، نو راځئ چې په بشپړ صداقت سره خپل هېواد ته خدمت وکړو.

بیشتر بخوانید:  طالبانو د فلسطینیانو او لبنانیانو د وژلو د بندولو لپاره د نړیوال اقدام غوښتنه وکړه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه