د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې اعلان کړی چې په افغانستان کې پاتې شوې وسلې د افغانستان دي او د هغوی د بیرته ورکولو هیڅ پلان نشته.
هغه دا څرګندونې د حمل په ۹مه د سي بي اس نیوز سره په یوه مرکه کې وکړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم وړاندیز وکړ چې متحده ایالات کولای شي د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي، او ویې ویل: “زموږ د هیواد طبیعي معدني شتمني د امریکا لپاره خلاصه ده.”
هغه زیاته کړه چې طالبان چمتو دي چې له ټرمپ سره د اړیکو او خبرو اترو د عادي کولو لپاره مذاکرات وکړي.




