د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد کابل ته د امریکايي پلاوي د سفر په اړه په خپل لومړني غبرګون کې وویل چې طالب چارواکو په دې غونډه کې د ډونالډ ټرمپ له استازي سره په مختلفو مسایلو خبرې وکړې.
هغه د سې شنبې په ورځ له العربیه سره په یوه مرکه کې اعلان وکړ چې طالبانو د امریکا له حکومت څخه غوښتي چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت دې ډلې ته وسپاري او همدارنګه یې له امریکا څخه وغوښتل چې په کابل کې خپل سفارت بیا پرانیزي.
مجاهد زیاته کړه چې طالبان د امریکايي پلاوي ځواب ته په تمه دي او دا خبرې اترې لا هم روانې دي.