په غزه کې د ښځو او ماشومانو وژنه دوام لري؛ د اوربند لپاره نوي وړاندیزونه

ادامه کشتار زنان و کودکان در غزه؛ پیشنهاد جدید مصر برای آتش‌بس

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د غزې په تړانګه د اسراییلو د ظالمانه بریدونو د بیا پیل په اتمه ورځ، له نن سهار راهیسې (سه شنبه، د حمل ۵مه، ۱۴۰۴) لږ تر لږه ۲۳ ملکي وګړي، چې ډیری یې ښځې او ماشومان وو، شهیدان شوي دي.

په غزه کې روغتیايي سرچینو راپور ورکړی چې د اسراییلو د هوايي او ځمکنیو عملیاتو له بیا پیل راهیسې نږدې ۷۰۰ فلسطینیانو، چې لږترلږه ۴۰۰ یې ښځې او ماشومان دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا بریدونه، چې د دوو میاشتو نسبي ارامۍ وروسته بیا پیل شوي، یو ځل بیا په سیمه کې د سلګونو خلکو ژوند اخیستی دی.

خو د غزې په تړانګه کې د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د بریدونو له پیل راهیسې له ۵۰۰۰۰ څخه ډیر فلسطینیان شهیدان شوي دي.

بیشتر بخوانید:  ذبیح الله مجاهد: پاکستاني چارواکي دې له بې اساسه او ناسمو څرګندونو ډډه وکړي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه