سعودي عربستان له ۲۳۰۰۰ څخه زیات غیرقانوني کډوال نیولي دي

کشورهای عربی خلیج فارس از گفت‌وگوهای ایران و امریکا استقبال کردند

سعودي عربستان له ۲۳۰۰۰ څخه زیات غیرقانوني کډوال نیولي دي

در معمار پرس د خبر له مخې؛ د سعودي امنیتي ځواکونو په تېره اونۍ کې ۲۳،۸۶۵ غیرقانوني کډوال په هیواد کې د استوګنې، سرحدي امنیت او کار قوانینو د سرغړونې په تور نیولي دي.

سعودي چارواکو خبرداری ورکړی چې هغه کسان چې هیواد ته د غیرقانوني ننوتلو اسانتیا برابروي ممکن تر ۱۵ کلونو پورې په بند محکوم شي.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ، د حوت په ۲۵مه اعلان وکړ چې له دې ټولو څخه، ۱۶،۶۴۴ کسان د استوګنې قانون څخه د سرغړونې په تور، ۳،۳۲۵ کسان د کار قانون څخه د سرغړونې په تور، او ۳،۸۹۶ کسان د هیواد له پولو څخه د غیرقانوني تیریدو د هڅې په تور نیول شوي دي.

دا کړنې د سعودي عربستان د هغو هڅو د یوې برخې په توګه اخیستل کیږي چې په هیواد کې د سرحدي امنیت او ټولنیز نظم پیاوړتیا لپاره دي.

بیشتر بخوانید:  په روزګان کې د ۳۰ میلیونو امریکایی ډالرو په لګښت د ۵۰ کیلومتره سړک د رغول چارې پیل شوې
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه