د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د محصلینو اعتراضونه وروسته له هغه پیل شول چې طالبانو یو شمېر محصلین د “بورقې نه اغوستلو” په پلمه پوهنتون ته د ننوتو مخه ونیوله.
د بدخشان پوهنتون یو شمېر ښځینه محصلانې وايي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورین د بورقې د نه اغوستلو له امله پوهنتون ته د ننوتو مخه ونیوله.
دوی وايي چي د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورین نجونې هم وهلي او سپکې کړي دي.
نن یکشنبه (د عقرب ۸ مه) دغو محصلینو د بدخشان پوهنتون مخې ته مظاهره وکړه او شعار یې ورکړ چې «موږ اجباري حجاب نه غواړو».
د دغو محصلینو له ډلې څخه یوه یې اطلاعات خبري آژانس ته وویل: موږ د طالبانو له چلند څخه ستړي شوي یو. د طالبانو د امر بالمعروف د لیلیې په دروازه او د پوهنتون په دروازه کې دوه ملایان ګمارلي دي او هره ورځ د پوره حجاب د نه کولو په پلمه محصلینو ته سپکاوی کوي.
د لاريون کوونکو له ډلې څخه يوه هم وايي، طالبان د دې پر ځاى چې ښوونيز او تعليمي نظام او کيفيت ته پام وکړي، د نجونو جامې سپکاوی کوي. پداسې حال کې چې ښځینه محصلینو مناسبې جامې اغوندي او په مخونو کې ماسکونه اغوندي.
یوه بله مظاهره کوونکې نجلۍ وايي، چې طالبانو او محتسبینو هم د دوی اعتراضونه درولي دي.
د هغه په وينا، طالبانو د نجونو د راټولېدو د ګډوډولو لپاره “لښکې” او “کيبلونه” کارولي دي.
د بدخشان پوهنتون رییس نقیب الله قاضي زاده وايي، د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د ښځینه محصلینو د پوښښ لپاره مشخصې لارښوونې تصویب کړې دي. خو امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورین خپل ځانګړي لارښوونې لري.
دبدخشان پوهنتون رييس له ښځينه محصلينو سره د امر بالمعروف مامورین ناوړه چلند په کلکه تاييد کړ او ويې ويل چې محتسبین له محصلينو سره ناسم چلند کړى او له هغوى څخه يې د بورقې يا بشپړ حجاب د اغوستلو غوښتنه کړې ده.
ښاغلي قاضي زاده دا هم وویل چې د محصلینو شکایتونه او اعتراضونه یې اورېدلي او اوس د محصلینو اعتراض پای ته رسېدلی دی.
د بدخشان پوهنتون رئيس وايي، چې د دې موضوع د څېړلو په موخه يې د بدخشان پوهنتون د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مامورین له استازي سره وکتل.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د مقرراتو له مخې، ښځینه محصلین باید تورې او ازاد جامې واغوندي.
د دې ډلې لپاره غوره حجاب د مخ پټول یا د بورقې اغوستل دي.