طالبانو په افغانستان کې د ټاپي د ګازو د پایپ لاین د ۱۰ کیلومتره بشپړیدو اعلان وکړ

طالبان از تکمیل ۱۰ کیلومتر خط لوله گاز تاپی در خاک افغانستان خبر داد

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان اعلان کړی چې په افغانستان کې د ټاپي ګازو د لیږد پروژې عملي کار لس کیلومتره پرمختګ کړی دی.

افغان د حوت په ۲۵مه، د شنبې په ورځ په یوه ویډیو کې وویل چې د پروژې د پرمختګ سرعت به د هوا د ګرمېدو سره زیات شي.

هغه زیاته کړه چې د ټاپي پروژه د انرجۍ د زیربناوو د پراختیا په برخه کې د طالبانو له لومړیتوبونو څخه ده او دوی هیله لري چې د دې پروژې د بشپړولو پروسه به ګړندۍ شي.

د ټاپي پروژه د ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د طبیعي ګازو د لیږدولو پلان دی.

بیشتر بخوانید:  په ترکيه کې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارل
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه