د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل د امریکا په تاریخ کې “تر ټولو شرمونکې” او “سپکاویونکې” شیبه وبلله، او ادعا یې وکړه چې دې کړنه ولادیمیر پوتین وهڅول چې پر اوکراین برید وکړي.
ټرمپ په خپله وروستۍ وینا کې ټینګار وکړ چې که هغه ولسمشر وای، نو امریکا به له افغانستان څخه ډېر ژر وتلې وای، خو د بګرام اډه به یې ساتلې وای.
هغه دا ادعا هم وکړه، “چین اوس د بګرام اډه کنټرولوي.”
هغه د دې وضعیت مسؤل د جو بایډن اداره وبلله او د هغو کسانو د محاکمې غوښتنه یې وکړه چې د هغه په وینا یې دا ډول پریکړې یې کړې دي.