د معمار پرس د خبر له مخې؛ هندي رسنیو راپور ورکړی چې سراج الدین حقاني، چې د طالبانو یو مهم کس او د حقاني شبکې مشر دی، د کورنیو چارو وزارت کې له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.
د راپور له مخې، د حقاني استعفا د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده سره د سختو اختلافاتو پایله وه.
د سرچینو په وینا، سراج الدین حقاني په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د پالیسیو سخت منتقد و، او د ښځو د زده کړې په بندیز، د طالبانو د بهرني سیاست او د ډلې د حکومتولۍ په سټایل یې جدي نیوکې کړې دي.
هغه له بهرني سفر څخه تر راستنېدو وروسته له خپلې دندې استعفا ورکړه.
کارپوهان په دې باور دي چې دا استعفا د طالبانو د داخلي کړکېچ نښه ده.