د معمار پرس د خبر له مخې؛ د بیجینګ غونډه د ۱۴۰۳ کال د حوت په ۲۴مه د چین، روسیې او ایران د چارواکو په ګډون جوړه شوه.
په دې غونډه کې، خواوو د ایران د اټومي مسلې او د یو اړخیزو بندیزونو د لرې کولو په اړه بحث وکړ، او د متقابل درناوي او د ډیپلوماسۍ له لارې د ستونزو د حل په اړتیا ټینګار وکړ.
دوی همدارنګه له اړوندو خواوو وغوښتل چې د امنیت شورا ۲۲۳۱ پریکړه لیک ته غاړه کیږدي او له هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې تاوتریخوالی زیاتوي.
درې واړو هېوادونو د شانګهای همکارۍ سازمان او بریکس په څېر نړیوالو سازمانونو کې پر دوامداره همکارۍ ټینګار وکړ او موافقه یې وکړه چې په راتلونکي کې به خپلې ډیپلوماتیکې مشورې جاري وساتي.