ریچارډ بینټ: د نورو طالب چارواکو د نیولو امر به ډېر ژر صادر شي

ریچارد بنت: بزودی حکم بازداشت مقامات بیشتری از طالبان به‌زودی صادر خواهد شد

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارډ بینټ ټینګار وکړ چې د روم له اساسنامې څخه د طالبانو د وتلو پریکړه به د نړیوالې جنایي محکمې (ICC) لخوا د دې ډلې د مشرانو د جرمونو په اړه د پلټنو پر ترسره کولو اغیزه ونکړي.

د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په یوه مرکه کې وویل: “د هغه څه پر بنسټ چې د نړیوالې جنایي محکمې لوی څارنوال اعلان کړی، ډېر ژر به د یو شمېر طالب چارواکو د نیولو امر صادر شي.”

د نړیوالې جنایي محکمې څارنوال کریم خان مخکې له دې د محکمې له قاضیانو څخه د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخوندزاده او د دې ډلې د مشر قاضي عبدالحکیم حقاني د نیولو امر غوښتنه کړې وه.

خو د دې اقدام په ځواب کې، طالبانو د حوت په دویمه اعلان وکړ چې افغانستان به د روم له اساسنامې څخه وباسي او د هاګ محکمې واک په رسمیت نه پیژني.

بیشتر بخوانید:  د افغانستان اقتصادي بیارغونه به په سمرقند کې د شانګهای د غونډې یوه موضوع وي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه