قزاقستان: د منځنۍ اسیا اقتصادي ثبات د افغانستان د ثبات لپاره مهم دی

قزاقستان: پایداری اقتصاد آسیای مرکزی کلید ثبات در افغانستان است

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو په وروستۍ غونډه کې، چې د امنیت شورا د غړو هیوادونو او نورو نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون جوړه شوې وه، د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه بحث او ارزونه وشوه.

په دې غونډه کې د سخت بشري کړکېچ، د بشري حقونو سرغړونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په وړاندې، او د ترهګرۍ روان ګواښ په څیر لویو ننګونو ته رسیدګي وشوه.

په ملګرو ملتونو کې د قزاقستان دایمي استازي، کایرات عمروف، په افغانستان کې د ثبات پر اهمیت او د ملګرو ملتونو منشور او بشري اصولو ته د دغه هیواد پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

د عمروف په وینا، په منځنۍ اسیا کې اقتصادي ثبات په افغانستان کې د ثبات د ډاډمنولو لپاره یو مهم فکتور کیدای شي.

بیشتر بخوانید:  د ایران او سعودي عربستان ترمنځ تړون؛ د اسلامي دولتونو توافق او په استکبار تکیه نه کول
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه