د معمار پرس د خبر له مخې؛ د صدراعظم د دفتر اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د پاکستان لپاره د طالبانو سفیر مولوي سردار احمد شکیب سره وکتل ترڅو د کابل او اسلام آباد ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو اهمیت او په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې وکړي.
په دې غونډه کې چې په کابل کې جوړه شوې وه، په اسلام آباد کې د طالبانو سفیر د سفارت د فعالیتونو او د کډوالو د ستونزو په اړه راپور وړاندې کړ.
مولوي حنفي د کابل او اسلام آباد ترمنځ د ښو اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې حکومت په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو ملاتړ ته ژمن دی او د دوی د ستونزو د حل لپاره به ډیپلوماټیکې هڅې دوام ولري.