د بودیجې کمښت په افغانستان کې د ۱۸ روغتیايي مرکزونو د تړلو لامل شوی

کاهش کمک‌های مالی باعث بسته شدن ۱۸ مرکز درمانی در افغانستان شد

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې سازمان اعلان کړی چې په هیواد کې ۱۸ روغتیايي مرکزونه د بودیجې کمښت له امله تړل شوي دي.

دې سازمان د سې شنبې په ورځ، د حوت په ۲۱مه، یو راپور خپور کړ، چې اعلان یې وکړ چې که سمدستي مالي مرسته ترلاسه نه شي نو په راتلونکو څو اونیو کې به ۱۴ نور مرکزونه وتړل شي.

د ماشومانو د ساتنې سازمان زیاته کړه چې د مالي مرستو کمښت او د دې روغتیايي مرکزونو تړلو افغان ماشومان له لویو خطرونو سره مخ کړي دي.

دې سازمان دا هم وویل چې د بهرنیو مرستو وروستي کمښت د دې لامل شوی چې سازمان د خوارځواکۍ لرونکو ماشومانو د درملنې پروګرامونه ودروي.

بیشتر بخوانید:  د ایران د قانون پلي کولو پولیس مشر: د روان کال تر پایه به دوه میلیونه غیر قانوني کډوال خپل هېواد ته ستانه شي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه