د جرمني د کورنیو چارو وزارت: د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې وضعیت لا هم نازک دی

د جرمني د کورنیو چارو وزارت: د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې وضعیت لا هم نازک دی

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې حالات لا هم ویرونکي دي او یو سپکاوی کوونکی ترهګر رژیم په دې هیواد کي واکمن دی.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ، د حوت په ۲۰مه، په یوه خبري غونډه کې وویل چې په افغانستان کې وضعیت، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره، ورځ تر بلې خرابیږي.

خو د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ چې د افغان کډوالو د منلو په اړه د هېواد ژمنه په قانوني توګه د اعتبار وړ ده.

بیشتر بخوانید:  پولیټیکو راپور: امریکا به طالبانو ته سزا ورکړي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه