د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نهو غړو د بشري حقونو د سرغړونو په تور د طالبانو د مشرانو د محاکمې ملاتړ وکړ.
دوی د طالبانو له خوا د ښځو په سیستماتیک ځپلو او د هغوی پر وړاندې د ۸۰ څخه زیاتو محدودیتي حکمونو په صادرولو ټینګار وکړ.
په ځواب کې، طالبانو اعلان وکړ چې دوی ځانونه د نړیوالې جنایي محکمې د قوانینو پابند نه ګڼي او د رسمیت پیژندلو غوښتنه یې وکړه.
د امنیت شورا همدارنګه د ښځو د حقونو په ساتنه او په ډیپلوماتیکو پروسو کې د هغوی په شتون ټینګار وکړ.