د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان په وړاندې د ایران د نوي ډیپلوماتیک چلند په اړه ده، وویل: ایران په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
د بقایي په وینا، د ایران بهرنۍ پالیسي د ځانګړو چوکاټونو دننه او د ملي ګټو پر بنسټ جوړه شوې ده، او د یو یا ډیرو اشخاصو بدلول به په هغې اغیزه ونلري.
دا څرګندونې په داسې وخت کې راځي چې د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي له لرې کولو وروسته، د افغانستان اړوند مسایل به په کابل کې د ایران د سفارت د سرپرست او د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي آسیا د عمومي رییس له لارې تعقیب شي.