د معمار پرس د خبر له مخې؛ د برازیل د فوټسال څلور اړخیزه جام سیالیو په دوام، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د کوربه هیواد د لوبډلې پر وړاندې میدان ته ووت، چې د نړیوال اتل برازیل په ګټه یې د ۴-۱ په پایلې سره پای ته ورسیده.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نن سهار د څلور کلنو سیالیو په خپله دویمه لوبه کې د کوربه هیواد برازیل سره مخ شوه او د لوبې په لومړۍ نیمایي کې یې د برازیل په ګټه ۲-۰ ګول سره پای ته ورساوه.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې دویمه نیمایي په ډیر شجاعت سره پیل کړه او د لوبې په وروستیو ثانیو کې یې د برازیل په وړاندې ګول وواهه.
په پای کې، لوبه د برازیل په ګټه د ۴-۱ په پایلې سره پای ته ورسېده.