امرالله صالح: د تورخم نښتې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د پټو تړونونو پایله ده

امرالله صالح: درگیری‌های تورخم نتیجه توافق‌های پنهانی طالبان و پاکستان است

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح په ټولنیزه شبکه ایکس کې یوه پوسټ خپور کړ، چې له پاکستان څخه یې وغوښتل چې له طالبانو سره د خپلو پټو قراردادونو محتوا افشا کړي.

هغه ادعا وکړه چې دا تړونونه د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د کویټې، میرام‌شاه او پیښور په ښارونو کې د پاکستاني پوځ او طالبانو سره د تړلو شوراګانو ترمنځ لاسلیک شول.

په تورخم کې د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ د وروستیو نښتو په ځواب کې، صالح ټینګار وکړ چې دا شخړې د ترهګرۍ د اصلي ملاتړو او د هغوی پورې تړلو ډلو ترمنځ د داخلي اختلافاتو پایله ده.

بیشتر بخوانید:  کرزي د یوناما له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې د تلپاتې ثبات د تامین لپاره پر ملي تفاهم ټینګار وکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه