لینک کوتاه: https://memar.press/?p=1225
۲ کلونه پیش
شماره خبر 1225
منتشر شده در ۱۱:۱۲ - عقرب ۸, ۱۴۰۱

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د ګلوپ څېړنیزې موسسې په تازه خپاره شوي راپور کې چې د “نړیوال قانون او نظم” تر سرلیک لاندې دی، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د امنیت او د قانون د حاکمیت په اړه د خلکو نظرونه او د ژوندانه په برخو کې انعکاس کړی دی.

په دې سروې کې له خلکو پوښتل شوي چې ایا دوی په خپلو سیمه ییزو پولیسو باور لري او ایا د شپې په اوږدو کې د یوازیتوب پر مهال ځان خوندي احساسوي او که نه.

د دې سروې له مخې سینګاپور د ۹۶ نمرو په لرلو سره د نړۍ تر ټولو خوندي هېواد دی. خو افغانستان د ۵۱ نمرو په لرلو سره د نړۍ تر ټولو ناامنه هېواد بلل شوی دی.

په هرصورت، د افغانانو د امنیت احساس په ۲۰۱۹ کې د ترسره شوې سروې په پرتله یو څه ښه والی ښیي. ځکه دغه هیواد په هغه کال کې د امنیت او قانون د حاکمیت په برخه کې د معافیت احساس ۴۳ نمرې اخیستی او خلکو د ۲۰۲۱ کال په پرتله لږ د مصونیت احساس درلودل.

د دې سروې د موندنو له مخې په افغانستان کې تر ټولو زیات هغه کسان چې د ناامنۍ احساس کوي نارینه دي. د هغو کسانو له جملې څخه چې په دې سروې کې یې برخه اخیستې، په ۲۰۲۱ کال کې ۳۲ سلنه افغان نارینه وو چي ویلي کله د شپې په اوږدو کې یوازې ګرځيدل، د خوندیتوب احساس کول؛ دا شمیره د ۲۰۱۹ سروې په پرتله د امنیت په احساس کې دوه چنده زیاتوالی ښیې.

  په افغانستان کې د بشریت ضد جنایتونو د څیړلو په موخه غونډه جوړه شوه

په دې سروې کې دولس سلنه افغان میرمنو هم ویلي چې د خوندیتوب احساس کوي، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۹ کال کې اته سلنه افغان میرمنو د خوندیتوب احساس درلود. د امنیت په برخه کې له ښه والي سره سره افغانان د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله د امنیت په برخه کې تر ټولو ټیټ احساس لري.

د نړیوال قانون او نظم سروې په افغانستان او سینګاپور کې د کوویډ – ۱۹ ناروغۍ د خپریدو له امله په ۲۰۲۰ کې ترسره نه شوه.

دا سروې داسې مهال ترسره شوې، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې یو ځل بیا طالبان په افغانستان واکمن شول او له هغه هېواده د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د وتلو بهیر بشپړ شو. د دغه راپور له مخې، که څه هم افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې له کړکېچ سره مخ دی، خو د طالبانو د بغاوت پای په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي د کمېدو لامل شو.

د ګلوپ د سروې موندنې ښیي چې په ټولیزه توګه د نړۍ ۷۱ سلنه خلک – یعني د دوی له ۱۰ څخه اووه – پر خپلو محلي پولیسو باور لري.

په هرصورت، په ۲۰۲۱ کې د نړۍ ۲۸٪ خلکو دا ډول خوندي توب احساس نه کړ. د دې سروې له مخې، د کوچنیو متشبثینو په ګډون میلیونونه خلک په خپلو سیمو کې د جرمونو او تاوتریخوالي د وېرې له امله له ستونزو سره مخ شوي دي.

ګلوپ دغه سروې په ۲۰۲۱ کال کې – د کرونا ویروس د خپرېدو په دوهم کال – د نړۍ په ۱۲۰ هېوادونو او سیمو کې ترسره کړې او په دې سروې کې ۱۲۷ زره لویانو برخه اخیستې وه.

  حقاني په تهران کې د سعودي عربستان له نوي سفیر سره وکتل

د ګلوپ ریسرچ انسټیټیوټ، چې مرکزي دفتر یې په واشنګټن ډي سي کې دی، په ۱۹۳۵ کې د جورج ګلوپ لخوا تاسیس شوی. دا شرکت د عامه نظر پوښتنو او سروې ګانو لپاره خورا مشهور دی چې دا د ۱۹۸۰ لسیزې راهیسې په ټوله نړۍ کې پیل شوی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email

مطالب پیشنهادی

وضعیت بحرانی مهاجران افغان در پاکستان
په پاکستان کې د افغان کډوالو کړکېچن حالت
۱ ورځ پیش
پشتو-وزارت-صنعت
د سوداګرۍ وزارت د کورني او بهرنيو بنسټونو سره د همکارۍ لپاره تړونونه لاسلیک کړل
۱ ورځ پیش
دبیت-کوین
د بټکوین ارزښت له ۹۵ زره ډالرو څخه ډیر شو
۱ ورځ پیش
1342546890
د ازبکستان نوی سفیر: د تاشکند او کابل ترمنځ د اړیکو د پراخولو هڅه به وکړم
۱ ورځ پیش

آخرین اخبار مهم

په پاکستان کې د افغان کډوالو کړکېچن حالت
۱ ورځ پیش
وضعیت بحرانی مهاجران افغان در پاکستان
د ازبکستان نوی سفیر: د تاشکند او کابل ترمنځ د اړیکو د پراخولو هڅه به وکړم
۱ ورځ پیش
کرزی: ایران د افغانستان د کړکېچ په حل کې مهم رول لوبولی شي
۲ ورځې پیش
حامد کرزی خواهان ابتکار منطقه‌ای برای حل مشکلات افغانستان شد
د بټکوین ارزښت له ۹۵ زره ډالرو څخه ډیر شو
۲ ورځې پیش
ارزش بیت کوین از مرز ۹۵ هزار دالر گذشت
د افغانستان د پرمختګونو په اړه د کاظمي قمي او امیر خان متقي خبرې
۲ ورځې پیش
گفتگوی کاظمی قمی و امیرخان متقی درباره تحولات افغانستان
د ایران د کورنیو چارو وزارت: هر کال له ۵۰۰ زرو څخه زیاتو افغان کډوالو ته ویزې ورکول کیږي
۲ ورځې پیش
وزارت داخله ایران : سالانه بیش از ۵۰۰ هزار ویزا برای مهاجرین افغان صادر می‌شود
نیلا ابراهیمي افغان نجلۍ د ماشومانو د سولې نړیواله جایزه وګټله
۲ ورځې پیش
نیلا ابراهیمی، دختر افغان، برنده‌ی جایزه‌ی صلح جهانی کودکان شد
ټرمپ: د ناقانونه کډوالو د ایستلو لپاره به پوځي تجهیزات وکاروم
۳ ورځې پیش
ترامپ: برای اخراج مهاجران غیرقانونی از تجهیزات نظامی استفاده می‌کنم

گزارش و مصاحبه

Screenshot 2024-09-25 224628
محمد داوود افشار:امریکا باخروج خود به دنبال بحران در افغانستان بود
۲ میاشتی پیش
۲۲:۵۰ - میزان ۴, ۱۴۰۳
محب الله نوری
گفتگو با داکتر محب الله نوری :بی کفایتی تعدادی از رهبران افغانستان یکی از عوامل سقوط بود
۳ میاشتی پیش
۲۱:۴۴ - اسد ۳۱, ۱۴۰۳
esmatullahi
مصاحبه اختصاصی با دکتر عصمت الهی
۳ میاشتی پیش
۲۰:۰۹ - اسد ۳۰, ۱۴۰۳
دکتر سید بصیر احسانی
مصاحبه اختصاصی شبکه معمار تی وی دکتر بشیر احسانی
۳ میاشتی پیش
۱۹:۳۹ - اسد ۲۸, ۱۴۰۳
حسام تالقانی
داکتر حسام الدین آشنا :اشرف غنی عامل سقوط کشور بود
۳ میاشتی پیش
۱۰:۳۰ - اسد ۲۷, ۱۴۰۳
اشرف غنی عامل سقوط افغانستان بود
حسام الدین تالقانی : اشرف غنی عامل سقوط افغانستان بود
حسام الدین تالقانی، نماینده جمعیت اسلامی افغانستان در ایران در مصاحبه ای با رسانه "معمار" اظهار داشت اشرف غنی، رئیس جمهور سابق افغانستان، عامل اصلی سقوط حکومت بود
۳ میاشتی پیش
۱۰:۰۰ - اسد ۲۷, ۱۴۰۳