افغان لوبغاړي علي بلال د امریکا د ارنولډ کلاسیک اتلولي وګټله

افغان لوبغاړي علي بلال د امریکا د ارنولډ کلاسیک اتلولي وګټله

افغان باډي بلډر علي بلال د امریکا په آرنولډ کلاسیک سیالیو کې خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د فزیک اتلولي وګټله. دا سیالي د شنبې په ورځ (د حون ۱۱مه) په لاس ویګاس کې ترسره شوه، او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه مشهورو لوبغاړو پکې برخه اخیستې وه. په دې سیالۍ کې، بلال وکولای شول چې د خپل غوره فزیکي ځواک او فټنس په ښودلو سره قاضیان متاثره کړي او په دې برخه کې د غوره لوبغاړي په توګه وپیژندل شي. تېر کال، هغه وکولای شول چې په دې سیالۍ کې دوهم مقام ترلاسه کړي، او سږ کال، د ډیرې هڅې او استقامت سره، هغه لومړی مقام ترلاسه کړ.

بیشتر بخوانید:  د بشري حقونو څار: له نجونو پرته د افغانستان راتلونکې تیاره ده
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه