طالبانو او ازبکستان د اوږدمهاله سوداګریزو ویزو په اسانتیا موافقه وکړه

توافق طالبان و اوزبکستان برای تسهیل ویزای تجاری درازمدت

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې د یکشنبې په ورځ (د حوت ۱۲مه)، د دې ډلې او ازبکستان د اقتصادي چارواکو ترمنځ یوه مهمه غونډه د ترمز سوداګریز کمپلیکس کې ترسره شوه. په دې غونډه کې، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر لزیز قدرت‌اف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا او سوداګریزو اړیکو د اسانتیاوو په لارو چارو بحث وکړ. د غونډې یو له مهمو موضوعاتو څخه د افغان او ازبک سوداګرو لپاره د اوږدمهاله، څو ځله ننوتلو سوداګریزو ویزو د صادرولو اسانتیا وه. د دې تړون له مخې، د دواړو هېوادونو سوداګر به وکولی شي په اسانه شرایطو کې سوداګریزې ویزې ترلاسه کړي.

بیشتر بخوانید:  کاظمي قمي د افغانستان لپاره د سیمه ییزې تماس ډلې د جوړولو په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته سفر کړی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه