د معمار پرس د خبر له مخې؛ د برتانیا د دفاع وزارت د لومړي ځل لپاره تایید کړه چې د هغو ۲۰۰۰ څخه زیاتو افغان کومانډوګانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه چې د دغه هیواد له ځانګړو ځواکونو سره یې د کار کول، رد شوي دي. بي بي سي نن (دوشنبه، د دلو ۲۹مه) راپور ورکړ چې دا غوښتنې د برتانیا د ځانګړو ځواکونو قوماندې لخوا نه دي منل شوي، سره له دې چې د همکارۍ معتبر اسناد وړاندې شوي دي. د راپور له مخې، د دې کومانډوګانو ټولې غوښتنې چې د برتانوي ځانګړو ځواکونو قوماندې ته راجع شوې وې رد شوې دي. دا سره له دې چې د برتانیا د دفاع وزارت مخکې ټینګار کړی و چې د دې غوښتنو د ردولو لپاره کومه یوه واحد پالیسي نشته.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=120845
۳ اونۍ پیش
شماره خبر 120845
منتشر شده در 2:59 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email