د معمار پرس د خبر له مخې؛ د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست د نورستان ولایت له یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې له خلکو وغوښتل چې د بهرنیو تبلیغاتو تر اغیز لاندې مه راځئ او د افغانستان د پرمختګ لپاره همکاري وکړئ. هغه ټینګار وکړ چې واکمن نظام د ټولو افغانانو لپاره یو ګډ نظام دی. د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د نورستان ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره په یوه غونډه کې پر ملي یووالي ټینګار وکړ او له خلکو یې وغوښتل چې د بهرنیو تبلیغاتو تر اغیز لاندې را نه شي. هغه وویل چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، افغانستان د خپلواکۍ او پرمختګ په لاره روان دی، او حاکم اسلامي نظام د ټولو افغانانو دی.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=120363
۵ میاشتی پیش
شماره خبر 120363
منتشر شده در 12:03 ق.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط