د پاکستان هڅه چې امریکا د افغانستان په جګړه کې ښکېل کړي

تلاش پاکستان برای کشاندن امریکا به جنگ با افغانستان

د معمار پرس د خبر له مخې؛ یوې پاکستاني رسنۍ د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د دغه هیواد پوځ په افغانستان کې د داعش پورې تړلو ډلو پر وړاندې په لویه کچه پوځي عملیات په پام کې لري. دا اقدام په داسې حال کې کیږي چې اسلام آباد د ترهګرۍ ضد عملیاتو د ګړندي کولو لپاره د متحده ایالاتو ملاتړ غواړي. جنرال شمشاد میرزا، چې د پاکستان یو له لوړ پوړو پوځي قوماندانانو څخه دی، په دې وروستیو کې د برتانوي فکري مرکز په غونډه کې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د کنټرول ناکامي کولای شي د لویو ترهګریزو بریدونو لامل شي. په ورته وخت کې، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هم تایید کړې چې د دغه هیواد پوځ یې په راتلونکي کې په افغانستان کې د بریدونو لپاره چمتو دی.

بیشتر بخوانید:  ګوتریش: د افغان ښځو او نجونو حقونه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د اجنډا په سر کې دي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه