د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان وکړ چې د دوشنبې په ورځ (د دلو ۲۲مه) به په افغانستان او سیمه کې د داعش له خوا د رامنځته شویو ګواښونو په اړه د بحث لپاره یوه ځانګړې غونډه وکړي. په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش لخوا په افغانستان کې د داعش د وضعیت په اړه د نوي راپور په اړه بحث وشي. ګوتریش په راپور کې خبرداری ورکړی چې د داعش خراسان څانګه د افغانستان او سیمې هېوادونو لپاره یو ګواښ ګرځېدلی او د افغانستان له پولو بهر د دې ډلې د بریدونو خطر هم زیات شوی دی. د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور د جمعې په ورځ، د دلو په ۱۲مه، د امنیت شورا غړو ته وویشل شو.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=119901
۱ میاشت پیش
شماره خبر 119901
منتشر شده در 2:41 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email