د معمار پرس د خبر له مخې؛ د کمال خان بند د چهارشنبې په ورځ (د دلو په ۱۷مه) د طالبانو د چارواکو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. په مراسمو کې، د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور د دې بند اقتصادي اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د کمال خان بند په پرانیستلو سره به په هیواد کې د وچکالۍ پیښې کمې شي. منصور زیاته کړه چې طالبان د هیواد د اوبو سرچینو مدیریت ته ژمن دي، د اوبو زیرمو تنظیمولو، د بندونو جوړولو او د انرژۍ پراختیا ته ځانګړې پاملرنه لري.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=119698
۵ میاشتی پیش
شماره خبر 119698
منتشر شده در 12:08 ق.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط