د عمومي بخښنې سره سره د جمهوریت د غړو نیول، شکنجې او وژنې!

منسوبین جمهورریت
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=119624
۵ میاشتی پیش
شماره خبر 119624
منتشر شده در 7:07 ب.ظ

په افغانستان کې د طالبانو د واک ته د رسیدو سره، د دې ډلې لخوا اعلان شوي لومړنیو اقداماتو څخه یو دا وو چې د ټولو هغو کسانو لپاره عمومي بخښنه صادره کړي چې د جمهوري دورې په جریان کې یې فعاله ونډه درلوده. د طالبانو د صدراعظم د سیاسي مرستیال دفتر مشر ذاکرالله ذاکر په دې مسله ټینګار وکړ او ویې ویل چې له هیچا څخه به د دوی د تیرو مسؤلیتونو په اړه پوښتنه نه کیږي. همدارنګه، ځینې پخواني حکومتي چارواکي چې هیواد ته راستانه شوي دي، د معافیت کارتونه ورکړل شوي دي. خو په پراخه تحقيقاتو کې حقیقتونه د دې ادعا برعکس ښیي. د عمومي بخښنې له اعلان سره سره، د پخواني حکومت د چارواکو او کارمندانو د نیولو، شکنجې او حتی وژنې په اړه ګڼ شمېر راپورونه خپاره شوي دي. رسنۍ په دوامداره توګه د هغو قضیو راپور ورکوي چې پکې د پخواني حکومت سره تړلي اشخاص حتی د معافیت له اعلان وروسته هم په نښه شوي دي. ډیری یې له محاکمې پرته توقیف شوي دي، او نور یې په مشکوکو شرایطو کې وژل شوي دي. د طالبانو د خبرو او عمل ترمنځ دا تضاد ښيي چې د عمومي بخښنې لپاره کوم واضح اجرایوي تضمین نشته، او د دې ډلې امنیتي او استخباراتي ځواکونه د خپلو پخوانیو مخالفینو سره په دښمنانه توګه ښکیل دي. په داسې شرایطو کې، پوښتنه راپورته کیږي: د جمهوري دورې متحدین څنګه کولای شي د طالبانو په ژمنو باور وکړي؟ حقیقت دا دی چې د دې اشخاصو او اوسني حکومت ترمنځ د بې باورۍ فضا ورځ په ورځ زیاتیږي. هغه کسان چې د پخواني حکومت په جوړښت کې یې کلونه کار کړی اوس له جدي ګواښونو سره مخ دي، او حتی که دوی هیواد ته راستانه شي، د دوی امنيت او قانوني حقونه تضمین شوي نه دي. له بلې خوا، دا ویره شتون لري چې ځینو اشخاصو ته ورکړل شوي معافیت کارتونه تر ډیره سمبولیک دي او په عمل کې نشي کولای د دوی په وړاندې د خپل سري اقداماتو مخه ونیسي. دې وضعیت د دې لامل شوي دي چي ډیری افغانان چې د جمهوري دورې په جریان کې یې مسؤلیتونه درلودل په جلاوطنۍ کې پاتې شي او هیواد ته راستانه نه‌شي. په عمومي توګه، د طالبانو له خوا د عمومي بخښنې اعلان، د شفاف او باوري تطبیق میکانیزمونو له جوړولو پرته، د پخواني حکومت د چارواکو او کارمندانو امنیت نشي تضمینولی. تر هغه چې طالبان په حقیقت کې خپلې ژمنې پوره نه کړي او د پخوانیو مخالفینو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک بریدونه ونه‌دروي، د حکومت او خلکو ترمنځ د باور رامنځته کول به ممکن نه وي. داسې وضعیت نه یوازې د خلکو او طالبانو ترمنځ واټن او په هیواد کې د ناامنۍ احساس رامینځته کوي، بلکې دا به په افغانستان کې سیاسي او ټولنیز ویش هم زیات کړي.

  په پاریس کې چاودنې ۳۰ تنه ټپیان کړل
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
ټول شموله حکومتداري؛
ټول شموله حکومتداري؛د افغانستان د راتلونکي لپاره یوه حیاتي اړتیا
۱ میاشت پیش
د-زیربناوو-نشتوالي-د-افغانستان-کړکېچ-لا-پسې-ژور-کړ
د زیربناوو نشتوالي د افغانستان کړکېچ لا پسې ژور کړ
۱ میاشت پیش
له-ترهګرۍ-څخه-نیولې-تر-طالبانو-شکایت-پورې
له ترهګرۍ څخه نیولې تر طالبانو شکایت پورې؛ ته ډېر ناوخته پوه شوې، خو لا هم نیمګړې ده!
۱ میاشت پیش
د-موزیم-نړیواله-ورځا
د موزیم نړیواله ورځ؛ د افغانستان د لرغونو او کلتوري اثارو د ساتنې اړتیا
۲ میاشتی پیش

مطالب پیشنهادی

آخرین اخبار مهم

د بدخشان په خاش کې د اعتراضونو دریمه ورځ
۱ ورځ پیش
سومین روز اعتراضات در خاش بدخشان
په افغانستان کې د سرو زرو نننۍ بیه، سه شنبه، د سرطان لومړۍ نېټه
۱ ورځ پیش
طالبان: ایران د افغان کډوالو په ملاتړ کې مثبت رول لوبولی
۱ ورځ پیش
والی هرات: ایران نقش مثبتی در حمایت از مهاجران افغانستانی ایفا کرد
برتانیې حکومت د افغانانو د بیا میشتیدنې پروګرامونه ودرول
۱ ورځ پیش
توقف برنامه‌های پذیرش شهروندان افغان توسط دولت بریتانیا
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه (چهار شنبه د ۱۴۰۴ کال د سرطان 11 )
۱ ورځ پیش
سرچینې په بدخشان کې د طالبانو پر ضد په لاریونونو کې د لسګونو کسانو د وژل کیدو او ټپي کیدو راپور ورکوي
۲ ورځې پیش
منابع از کشته و زخمی شدن ۷۵ نفر در اعتراضات علیه طالبان در بدخشان خبر دادند
د ۲۰۲۶ کال د شل اوریزو نړیوال جام ته د افغانستان تاریخي پرمختګ
۲ ورځې پیش
صعود تاریخی تیم ملی افغانستان به جام جهانی بیست‌آوره کریکت ۲۰۲۶
مسکو او منځنۍ اسیا د افغانستان په بیارغونه کې د ملګرو ملتونو پر رول ټینګار کوي
۲ ورځې پیش
تأکید مسکو و آسیای میانه بر نقش سازمان ملل در بازسازی افغانستان

گزارش و مصاحبه

جمعه‌خان پویا: تصمیم دیوان عالی آمریکا تهدیدی جدی برای امنیت پناهجویان افغان است
جمعه خان پویا، فعال حقوق بشر افغان، در گفت‌وگویی اختصاصی با تلویزیون معمار در برنامه فانوس، تصمیم اخیر دولت آمریکا مبنی بر اخراج پناهجویان افغان را به‌شدت محکوم کرده و آن را نقض تعهدات اخلاقی و امنیتی این کشور دانست.
۱ میاشت پیش
5:14 ب.ظ
صحرا کریمی: تغییر نام «افغان‌فلم»؛ آغاز پاکسازی فرهنگی توسط طالبان
در مصاحبه‌ای با برنامه «فانوس»، صحرا کریمی، رئیس پیشین «افغان‌فلم»، اعلام کرد که طالبان با تغییر نام این نهاد به «مدیریت سمعی و بصری»، درصدد حذف هویت فرهنگی و تاریخی افغانستان هستند. وی این اقدام را بخشی از پروژه‌ای برای تحریف حافظه جمعی و کنترل روایت‌های تصویری کشور دانست.
۲ میاشتی پیش
5:41 ب.ظ
بحران افغانستان؛ از مداخلات خارجی تا ضعف داخلی؛ آیا تغییرات مثبت اجتناب‌ناپذیر است؟
بحران افغانستان؛ از مداخلات خارجی تا ضعف داخلی؛ آیا تغییرات مثبت اجتناب‌ناپذیر است؟
«مداخلات خارجی و حمایت از گروه‌های شبه‌نظامی در افغانستان در ایجاد وضعیت کنونی نقش کلیدی داشته‌ و رهبران سیاسی افغانستان نیز که با نگاهی به بیرون، بر عمق و پیچیدگی این بحران افزودند، از این مسئولیت مبرا نیستند...»
۲ میاشتی پیش
1:14 ب.ظ
یونس قانونی: غیبت طالبان در نشست بن از کاستی‌های بزرگ آن بود
یونس قانوني: د بن په غونډه کې د طالبانو نه شتون د هغې له لویو نیمګړتیاوو څخه وه
۳ میاشتی پیش
1:55 ب.ظ
پاکستان: امکان لغو توافقات با طالبان وجود دارد
پاکستان: له طالبانو سره د تړونونو د لغوه کولو امکان شته
۳ میاشتی پیش
4:36 ب.ظ
درگیری در مرز پاکستان و افغانستان؛ هشت جنگجوی تحریک طالبان کشته شدند
د پاکستان او افغانستان په پوله کې شخړه؛ د تحریک طالبان اته جنګیالي ووژل شول
۳ میاشتی پیش
3:03 ب.ظ