د معمار پرس د خبر له مخې؛ په پنجشیر ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس محمد قاسم امیري اعلان وکړ چې د دې ولایت له کانونو څخه استخراج شوي ۱،۹۱۰ قیراط زمرد په کورنیو سوداګرو پلورل شوي چې ارزښت یې ۱۶۴،۶۰۰ ډالر دی. د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په دوام کې ویلي چې دا زمرد په تیرو دوو اونیو کې د پنجشیر د حصه اول ولسوالۍ له کانونو څخه استخراج شوي او اوس بازار ته وړاندې شوي دي. طالبان، چې د افغانستان له نیولو راهیسې یې په وار وار د هیواد د طبیعي زیرمو د پلورلو هڅه کړې، وايي چې د دې کانونو د استخراج څخه یوازې لس سلنه عاید د دوی حکومت ته ځي، او پاتې نور قراردادي شرکتونو ته ځي. د طالبانو د واکمنۍ له راتګ راهیسې، دې ډلې د پنجشیر د زمرد کانونو محصولات له ۳۳ ځله زیات پلورلي دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=119518
۱ ورځ پیش
شماره خبر 119518
منتشر شده در 5:04 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email