د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ ښاغلي قومي د یکشنبې په ورځ (د عقرب لومړۍ) په ایران کې په یوه غونډه کې وویل چې په روان تعلیمي کال کې ۵۲۰ زره افغان زده کوونکي د ایران په ښوونځیو کې زده کړې کوي.
د هغه په وينا، په ايران کې د افغان اتباعو شتون به تر هغه دوام وکړي، څو د افغانستان وضعيت په ټولنيز، سياسي او اقتصادي اړخ کې نيمه ثبات ته ونه رسېږي.
هغه زیاته کړه، د ایران په څېر هېڅ هېواد د افغانستان له تحولاتو اغېزمن نه دی او د ایران په څېر هېڅ هېواد د افغانانو د وړیا زده کړو لپاره پیسې نه لګوي.
د يادونې وړ ده، چې په تېر کال کې د افغان مهاجرينو يوه لويه څپه ايران ته تللې او د يوې ډلې له خوا د اجباري اخراج سره سره دا لړۍ لا هم روانه ده.