د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د بهرنیو اړیکو د ستراتیژیکو شورا مشر، سید کمال خرازي، د دوشنبې په ورځ (د دلو ۱۵مه) د اذربایجان د ولسمشر له مرستیال حکمت حاجیاوف سره په لیدنه کې د یوې پیاوړې سیمې د جوړولو لپاره د سیمه ییزو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ. د ایران د بهرنیو اړیکو د ستراتیژیکو شورا مشر د قفقاز هیوادونو د خپلو سیمو د دفاع لپاره د سیاسي بلوغ ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې په یوه هیواد کې د بهرنیو ځواکونو شتون د هغه د امنیت معنی نلري. خرازي د بهرنیو پوځي اډو د جوړولو په مخالفت کې د اذربایجان د دریځ هرکلی هم وکړ. هغه د قفقاز هېوادونو، ایران، روسیې او ترکیې ترمنځ همکاري د سیمه ییز ثبات لپاره اړینه وګڼله.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=119272
۲ ورځې پیش
شماره خبر 119272
منتشر شده در 2:39 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email