د معمار پرس د خبر له مخې؛ رسنیو راپور ورکړی چې د حیات تحریر الشام مشر او د سوریې د پوځي عملیاتو د ریاست قوماندان احمد الشرع (ابو محمد الجولاني) له روسیې څخه غوښتي چې د سوریې پخوانی ولسمشر بشارالاسد دمشق ته وسپاري. دا خبر رویټرز خبري اژانس د یوې باخبرې سوریې سرچینې په حواله خپور کړی دی. سرچینې روښانه کړه چې تر اوسه پورې د دمشق او مسکو ترمنځ یوازینۍ موافقه د خبرو اترو او نورو مطالعاتو دوام دی. دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر مرستیال میخائیل بوګدانوف په مشرۍ یو پلاوی دمشق ته ورسید.