د ریاست الوزرا اداري مرستیال د هرات له یو شمېر عالمانو او قومي مشرانو سره وکتل

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې: په دغه کتنه کې قومي مشرانود هرات ولایت د ټولنیز او امنیتي وضعیت راپور د ریاست الوزرا اداري مرستیال مقام ته وړاندې کړ ويې ویل، د اسلامي امارت نظام له واکمنېدو سره په دې ولایت کې نظم ښه شوی او خلک له امنیتي وضعیت څخه راضي دي.

ګډونوالو د اسلامي امارت له مشرتابه څخه غوښتنه وکړه، چې د شهیدانو او معلولینو کورنیو وضعیت، د هېواد په کچه د مجاهدینو استخدام او د بیت المال ضایع کېدو مخنیوي ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د هرات ولایت له عالمانو او مشرانو سره په کتنې خوښي وښوده او د اشغال پای ته رسېدو او اسلامي نظام ټینګښت کې یې د دې لرغوني ولایت د خلکو او عالمانو قربانۍ وستایلې.

نوموړي د امنیت تامین او د خلکو روحي او ټولنیزه ارامي د اسلامي امارت مسوولینو اصلي مسوولیتونه وبلل او د بشپړ امنیت د ټینګښت له کبله يې خوښي څرګنده کړه.

هغه همداراز زیاته کړه، د اسلامي امارت مسوولین به د اسلامي شریعت، د مجاهدینو ګومارنې او ستونزو ته د رسېدنې، د مجاهدینو د شهیدانو کورنیو وضعیت او د بیت المال ضایع کېدو د مخنیوي په موخه هر اړخیزې هڅې وکړي.

بیشتر بخوانید:  اردوغان: نړۍ په فلسطین کې د بوسنیا په شان د قتل عام شاهده ده
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x