د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو مشهور لوبغاړی ګلبدین نایب د نړیوال شل اوریز کرکټ لیګ د غوره لوبغاړي په توګه وټاکل شو او خپله جایزه یې د باډي بلډینګ افغان اتل علي رضا اساهي ته ورکړه. ګلبدین نایب، چې په دې سیالیو کې یې غوره وځلید او د ۱۵۰۰ ډالرو نغدي جایزه یې وګټله، اعلان وکړ چې دا جایزه به د باډي بلډینګ نړیوال اتل، علی رضا اساهي کورنۍ ته وقف کړي. د افغانستان د باډي بلډینګ د ملي ټیم غړی، علی رضا اساهي، تېره اونۍ په کابل کې د ناروغۍ له امله ومړ. په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې، هغه د باډي بلډینګ په نړیوالو سیالیو کې د پخوانیو لوبغاړو په کټګورۍ کې پرله پسې د سرو زرو مډالونه وګټل، چې د افغانستان نوم یې په نړیواله کچه مشهور کړ.

- 110
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=118549
- کې خپور شو 1:50 ب.ظ
- د خبر شمیره 118549
- January 27, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=118549
- کې خپور شو 1:50 ب.ظ
- د خبر شمیره 118549
- January 27, 2025
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 15:27 - January 27, 2025
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



