د چابهار بندر، د افغانستان لپاره غوره ټرانزیټ لاره

بندر چابهار، بهترین مسیر ترانزیتی برای افغانستان

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د بندرونو او سمندري چارو د عمومي رییس او د طالبانو د اقتصادي او سوداګریز پلاوي ترمنځ په وروستۍ غونډه کې، د چابهار بندر د افغان توکو د لیږد لپاره تر ټولو اقتصادي او نږدې لاره معرفي شوه.

ایراني چارواکي ټینګار وکړ چې د چابهار بندر د هند سمندر خلاصو اوبو ته د لاسرسي او د سیستان او بلوچستان ولایت ته د نږدې والي له امله د افغان توکو د صادراتو او وارداتو د اسانتیا لپاره یو غوره انتخاب دی.

د ایران د سیستان او بلوچستان د بندرونو او سمندري چارو عمومي رییس په دې بندر او د چابهار آزاد زون کې د افغانستان د خصوصي سکتور د پانګونې د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه چې د دې غونډې په جریان کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ همکارۍ د پیاوړتیا لپاره مهم ګامونه پورته شول.

بیشتر بخوانید:  سراج الدین حقاني: طالبانو افغانستان ته "اسلامي او ملي" ازادي راوړه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه