د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې د دوشنبې په ورځ یې په رسمي ډول دنده پیل کړه، نن سهار (سه شنبه) اعلان وکړ چې د هغه یو له لومړیتوبونو څخه به دا وي چې په اوکراین کې شخړه ژر تر ژره پای ته ورسوي. ټرمپ د سپینې ماڼۍ دفتر ته د ننوتلو پر مهال خبریالانو ته وویل: “موږ به هڅه وکړو چې دا شخړه ژر تر ژره حل کړو.” ټرمپ همدارنګه ټینګار وکړ چې ډېر ژر به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وویني او د اوکراین د کړکېچ حل ته به ځانګړې پاملرنه وکړي. هغه زیاته کړه: “ډیری خلکو فکر کاوه چې دا شخړه به په یوه اونۍ کې پای ته ورسیږي. زه فکر کوم چې دا به د پوتین لپاره ډیره ښه وي چې دا شخړه پای ته ورسوي.”

- 40
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=117791
- کې خپور شو 2:16 ب.ظ
- د خبر شمیره 117791
- January 21, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=117791
- کې خپور شو 2:16 ب.ظ
- د خبر شمیره 117791
- January 21, 2025
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



