د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوامداره کړکېچ؛ طالبان: موږ چمتو یو چې پاکستان ته د حل لاره وښیو

سخنگوی طالبان

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر کونړ ولایت د پاکستان راکټي بریدونه غندلي او له اسلام آباده یې غوښتي چې دا بریدونه ودروي. هغه خبرداری ورکړ چې دا ډول بریدونه د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو ته زیان رسوي او د دواړو خواوو په ګټه نه دي. راپورونه ښيي چې پاکستاني ځواکونو د جمعې په سهار د کنړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په راکټي بریدونو سره په نښه کړه. ځايي سرچینې وايي چې دغو بریدونو یو شمېر ځايي خلک بې ځایه کړي دي. د دې ولایت اوسیدونکو د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د داسې بریدونو د بیا تکرار مخه ونیسي.

بیشتر بخوانید:  د هرات – تورغونډۍ د اورګاډي پټلۍ پر جوړولو د طالبانو ټینګار
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه