د معمار پرس د خبر له مخې: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ له پاکستان څخه د افغان کډوالو د نیولو او جبري شړلو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. په ایکس کې، هغه له پاکستان څخه وغوښتل چې دا بهیر ودروي او د افغان مهاجرینو، په ځانګړې توګه د زیان منونکو خلکو حقونه خوندي کړي. ریچارډ بینیټ هم په دې خبره ټینګار کړی دی چي هغه افغانان چې په ګاونډیو هیوادونو کې کډوال شوي دي باید انساني چلند ورسره وشي. هغه د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د کډوالو د ستنېدو د لارو د پياوړتيا په موخه دې د کوربه هېوادونو بودجه زياته کړي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=116262
۱ ورځ پیش
شماره خبر 116262
منتشر شده در 2:26 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email