کاناډا له خپلو اتباعو غوښتي چې افغانستان ته سفر ونه کړي

کانادا از شهروندانش خواست تا به افغانستان سفر نکنند

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د کاناډا حکومت په افغانستان کې د خراب امنیتي وضعیت له امله له خپلو اتباعو غوښتي چې دغه هېواد ته له سفر کولو ډډه وکړي. په هغې اعلاميه کې چې د کاناډا د بهرنيو چارو وزارت له خوا خپره شوې ويل شوي دي چي په افغانستان کې امنیتي شرایط خورا خطرناک دي او د وسله والو جګړو او د تروریستي ډلو له خوا د برمته کیدو احتمال د بهرنیو اتباعو لپاره جدي ګواښونه دي. د کاناډا دغه خبرداری په داسې حال کې راځي چې د جرمني، امریکا او بریتانیا په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو له خپلو اتباعو غوښتي چې افغانستان ته له سفر ډډه وکړي.

بیشتر بخوانید:  امیرخان متقي: افغانستان د ثبات په لور روان دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه