د افغان اتباعو د هویت د اسنادو د نشتوالي په اړه د ملګري ملتونه اندیښنه

نگرانی سازمان ملل از نبود اسناد هویتی برای شهروندان افغانستان

د معمار پرس د خبر له مخې؛ ملګرو ملتونو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ګڼو افغان اتباعو د هویت د اسنادو د نشتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) اعلان کړی، چې د کلونو جګړو او بې ځایه کېدو له امله لا هم یو زیات شمېر افغانان رسمي اسناد لکه پېژندپاڼې او تذکرې نه لري. دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د هویت د اسنادو نشتوالی خلک له لومړنیو خدمتونو لکه په ښوونځیو کې د نوم لیکنې، د دندو غوښتنه، د پاسپورټونو ترلاسه کولو او د موټر چلولو جوازونو ته له لاسرسي څخه بې برخې کوي.

بیشتر بخوانید:  مولوي عبدالکبیر: نړۍ د ستونزو د حل لپاره له طالبانو سره خبرو ته اړتیا لري
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه