چین چمتو دی چې د افغانستان د انرجۍ په پروژو کې پانګونه وکړي

چین آماده سرمایه‌گذاری در پروژه‌های انرژی افغانستان

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د انرجۍ او اوبو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (د جدي ١١مه) يوه خبرپاڼه خپره کړې او ويلي يې دي، چې د یوه چینایي شرکت مسوولینو د دغه وزارت له مرستیال ملا عبدالهادي یعقوب سره په کتنه کې د انرجۍ د تولید او وېش په پروژو کې د پانګونې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه. د طالبانو د انرجۍ او اوبو وزارت مرستیال ملا عبدالهادي یعقوب د دې طرحې د هرکلي په ترڅ کې ډاډ ورکړ چي د انرجۍ او اوبو وزارت د دغو پروژو د تطبیق لپاره هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دی.

بیشتر بخوانید:  د طالبانو ګرځنده ټیم په تهران کې د افغان کډوالو لپاره د برېښنايي تذکرو د وېش لپاره
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه