افغانستان، هغه هېواد چې له لسیزو راهیسې د جګړې او ورانۍ په اور کې سوځېدلی، لا هم د خپل تېر ترخه ټپ ژور ټپونه لري؛ داسې زخمونه چې خپل ولس ته په هر ګام کې د ماینونو د چاودلو او د جګړې د پاتې شونو خطر یادوي. پاتې چاودیدونکي توکي او ځمکني ماینونه لکه په خاوره کې پټ دښمن هره ورځ د ملکي وګړو ژوند ګواښي. له دې جملې څخه بې ګناه ماشومان چې له دې وژونکي خطر څخه لږ خبر دي، د دې بشري ناورین تر ټولو زیات قربانیان دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د راپور له مخې، ځمکني ماینونه او چاودیدونکي توکي لا هم د افغانانو د امنیت او هوساینې پر وړاندې د سترو خنډونو په توګه پاتې دي. دا ګواښ، چې د اوږدې جګړې څخه پاتې دی، هره ورځ کورنۍ د خپلو عزیزانو په مړینه ماتم کوي او دا په افغاني ټولنه کې یو بل زخمونه اچوي. خو له بده مرغه د دې ناورین پایلې یوازې د انسانانو د ژوند له لاسه ورکولو سره پای ته نه رسیږي. په ماینونو ککړې کرنیزې ځمکې، ناامنه سړکونه او پراته کلیو نه یوازې امنیت بلکې د خلکو ژوند هم له خطر سره مخامخ کړی دی. ډیری ماشومان د دې ستونزو مستقیم قربانیان دي. هغه ماشومان چې یا یې خپل ژوند له لاسه ورکوي، یا یې د بدن غړي له لاسه ورکوي چي یو تریخ او ستونزمن راتلونکی تجربه کوي. له جګړې څخه د پاتې شویو ماینونو او چاودېدونکو توکو د پاکولو لپاره د پرېکنده او اغېزمن اقدام نشتوالی افغانستان د محرومیت، ناامنۍ او زیانونو په یوه دوره کې ساتي. نړیوال سازمانونه د میلیونونو ډالرو په لګولو سره لا هم نه دي توانیدلي چې دغه ستونزه په بشپړه توګه حل کړي. له بلې خوا، د طالبانو بیرته واک ته رسیدل د ماین پاکۍ بهیر ګډوډ کړی او د دغه کړکېچ پېچلتیا یې لا پسې زیاته کړې ده. خو آیا د مرګ او بربادۍ له دې دورې څخه خلاصون ممکن دی؟ ځواب روښانه دی، که په دې برخه کې جدي هوډ او پرېکنده ګامونه واخیستل شي، دا موخه به د لاسته راوړلو وړ وي. نړیواله ټولنه هم باید دا مسله د یو ثانوي مسؤلیت په توګه نه، بلکې د یوه انساني او اخلاقي لومړیتوب په توګه په پام کې ونیسي. له بلې خوا، د خلکو، په ځانګړې توګه د ماشومانو ښوونه او روزنه د قربانیانو په کمولو کې مهم رول لوبوي، او د ماینونو د پیژندلو او مخنیوي څرنګوالی کولای شي چي د ډیرو خلکو ژوند وژغوري او خطرونه کم کړي. همدارنګه د افغانستان حکومت باید د نړیوالو سازمانونو او سیمه ییزو ټولنو په همکارۍ د ماینونو د ککړو سیمو د پېژندلو او پاکولو لپاره هڅې وکړي. ملي او نړیواله ژمنه او همکاري کولای شي افغانستان له دې ناورین څخه وژغوري او عادي ژوند او پرمختګ ته لاره هواره کړي. له همدې امله، ماین پاکول، د خاورې له پاکولو څخه بهر، په افغانستان کې د امنیت، امید او ژوند د بیرته راګرځولو لپاره یو عمل دی. هیڅ ماشوم باید د هغې جګړې قرباني نهشي چې پای ته رسیدلې دي، مګر د هغې پاتې شوني لاهم د خلکو په برخلیک سیوري کوي. د دې پټ ګواښ څخه خلاص راتلونکی یوازې د ګډو هڅو او مسؤلیتونو په ترسره کولو سره ممکن دی.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=115085
۱ میاشت پیش
شماره خبر 115085
منتشر شده در 7:59 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email