لینک کوتاه: https://memar.press/?p=114789
۱ میاشت پیش
شماره خبر 114789
منتشر شده در 12:05 ق.ظ

د افغانستان په پکتیا ولایت کې د پاکستان وروستی برید یوه حساسه او له ننګونو ډکه موضوع ده چې د دواړو هېوادونو د اړیکو او همدارنګه د سیمې په امنیتي وضعیت کې به مهمې پایلې ولري. په دغه برید کې، چې د پاکستاني چارواکو په وینا، د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د مقابلې په هدف ترسره شوې، د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه خپاره شوي دي. دې مسلې د افغانانو او بېلابېلو چارواکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. پاکستان ادعا کوي چې په افغان خاوره کې یې د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو د ځپلو په موخه دغه برید کړی، چې د اسلام اباد حکومت یې خپل ملي امنیت ته جدي ګواښ ګڼي. په هرصورت، د پاکستان اصلي هدف په څو محورونو کې تحلیل کیدای شي: پر طالبانو فشار راوړل چې د دغې ډلې پر وړاندې جدي اقدام وکړي، د پوځي ځواک ښودنه او طالبانو ته د خبرداري پیغام استول او همدارنګه د وسله والو ډلو پر وړاندې د پرېکنده چلند له لارې د کورنیو ملاتړ د ترلاسه کولو هڅه. افغان-امریکایي ډیپلوماټ زلمي خلیلزاد د دې پېښې په غبرګون کې ویلي چې ښايي طالبان به د دې برید ځواب ورکړي. د خپل اعتبار د ساتلو لپاره، طالبان نه شي کولای چي دا ډول کړنې بې ځوابه پریږدي. په دې ځواب کې کېدای شي له پولې هاخوا پر پاکستاني ځواکونو بریدونه او یا هم د پاکستان پر ضد د وسله والو ډلو ملاتړ زیات کړي. له بلې خوا ډېری افغانان دغه برید د خپل ملي حاکمیت د نقض په سترګه ګوري او د خلکو غبرګون د پاکستان پر وړاندې د ناخوښۍ د خپرېدو لامل کېدای شي. دا برید کولای شي د پاکستان او طالبانو ترمنځ کړکېچ زیات کړي، وسله والې ډلې پیاوړې کړي او سیمه ییزه بې ثباتي زیاته کړي. له دې برید وروسته ښايي د اسلام اباد او کابل اړیکې نور هم ترینګلې شي او په لنډه موده کې ښايي طالبان یو محدود پوځي ځواب یا ډیپلوماټیک اقدام وکړي او حتی ښايي له TTP سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي، مګر دا به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاو تریخوالي په زیاتولو کې خورا ډېر اغیزه ولري. نو دا برید به نه یوازې د پاکستان د امنیتي ګواښونو په کمولو کې مرسته نه‌وکړي، بلکه دا به په سیمه کې بې ثباتۍ او تاوتریخوالي د زیاتوالي لامل شی.

  د طالبانو سیمه ییزې سرچینې: د پنجشیر کان کیندنې په شفاف او قانوني ډول دوام لري
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email

مطالب پیشنهادی

توافق دانمارک و ناتو برای افزایش همکاری‌های
ډنمارک او ناټو د همکارۍ د زیاتولو موافقه وکړه
۷ ساعتونه پیش
طالبان استفاده از ارزهای خارجی را ممنوع کردند
طالبانو د بهرنیو اسعارو کارول منع کړل
۹ ساعتونه پیش
درخواست الجولانی از روسیه برای تحویل بشار اسد
د بشارالاسد د سپارلو لپاره د الجولاني غوښتنه له روسیې څخه
۱۰ ساعتونه پیش
تعلیق فعالیت ۵۰ مؤسسه امدادرسان در افغانستان
په افغانستان کې د ۵۰ مرستندویه سازمانونو د فعالیتونو ځنډول
۱ ورځ پیش

آخرین اخبار مهم

ډنمارک او ناټو د همکارۍ د زیاتولو موافقه وکړه
۷ ساعتونه پیش
توافق دانمارک و ناتو برای افزایش همکاری‌های
طالبانو د بهرنیو اسعارو کارول منع کړل
۹ ساعتونه پیش
طالبان استفاده از ارزهای خارجی را ممنوع کردند
د بشارالاسد د سپارلو لپاره د الجولاني غوښتنه له روسیې څخه
۱۰ ساعتونه پیش
درخواست الجولانی از روسیه برای تحویل بشار اسد
په افغانستان کې د ۵۰ مرستندویه سازمانونو د فعالیتونو ځنډول
۱ ورځ پیش
تعلیق فعالیت ۵۰ مؤسسه امدادرسان در افغانستان
ملګري ملتونه: تاجکستان باید سمدلاسه د افغان کډوالو ایستل ودروي
۱ ورځ پیش
سازمان ملل: تاجیکستان فوراً اخراج پناهجویان افغانستانی را متوقف کند
په ناروې کې د افغانستان سفارت طالبانو ته وسپارل شو
۱ ورځ پیش
واگذاری سفارت افغانستان در ناروی به طالبان
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د شیعه علماوو شورا سره وکتل
۳ ورځې پیش
وزیر خارجه ایران با شورای علمای شیعه افغانستان دیدار کرد
ایټالیا البانیا ته د کډوالو د لیږد پلان بیا پیل کړې دي
۳ ورځې پیش
ایتالیا طرح انتقال مهاجران به آلبانیا را دوباره آغاز کرد

گزارش و مصاحبه

رویکردهای احتمالی ترامپ در قبال افغانستان !
رویکردهای احتمالی ترامپ در قبال افغانستان !
مصاحبه با مرتضی مطهری در برنامه فانوس کارشناس مسائل سیاسی از پاکستان
۱ ورځ پیش
8:21 ب.ظ
Screenshot_2025-01-26-11-12-22-216_com.miui.videoplayer-edit
سفر وزیر خارجه ایران به افغانستان؛ موسوی: گسترش روابط کابل-تهران محور اصلی این سفر است
دکتر سید رسول موسوی، دیپلمات و عضو ارشد پژوهشی وزارت خارجه ایران در مصاحبه با شبکه خبری «معمار» به ابعاد سفر آقای عراقچی به افغانستان اشاره کرده و می‌گوید که محور اصلی این سفر گسترش روابط میان کابل-تهران است.
۴ ورځې پیش
11:07 ق.ظ
برنامه فانوس
وضعیت اضطراری ملی امریکا
«وضعیت اضطراری ملی» امریکا و بحران انسانی در افغانستان مهمان: عبدالجبار اکبری، تحلیلگر مسائل سیاسی
۵ ورځې پیش
9:08 ب.ظ
افراطیت د سیمې او نړۍ امنیت ته یو ګواښ دی.
افراطیت د سیمې او نړۍ امنیت ته یو ګواښ دی.
۵ ورځې پیش
5:19 ب.ظ
سازمان بین‌المللی مهاجرت از بازگشت یک میلیون مهاجر به افغانستان خبر داد
د کډوالۍ نړیوال سازمان افغانستان ته د یو ملیون کډوالو د راستنیدو اعلان وکړ
۱ اونۍ پیش
12:13 ق.ظ
default-fallback-image
په افغان بازارونو کې د ډالرو بیه لوړه شوې ده
۱ اونۍ پیش
12:53 ق.ظ
خبرگزاری معمار We would like to show you notifications for the latest news and updates.
Dismiss
Allow Notifications