د معمار پرس د خبر له مخې؛ په کابل کې ځايي سرچينې وايي چي نن سهار (شنبه) د طالبانو استخباراتي ځواکونو د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د هوا پېژندنې په سیمه کې کور په کور تلاشي پیل کړې ده. دسيمې يو تن اوسيدونکى د معمار پرس خبريال ته وويل چې په دې سيمه کې دوسله والو طالبانو شتون پراخ دى او په ورته وخت کې يې په څو ځايونو کې د پلټنې عمليات پيل کړي دي. هغه زیاته کړه چې په دې عملیاتو کې د طالبانو له ځواکونو سره د ښځو یوه ډله هم ملتیا کوي. دا لومړی ځل نه دی چې طالبان په کابل کې د تلاشۍ عملیات کوي.

- 37
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=114711
- کې خپور شو 2:24 ب.ظ
- د خبر شمیره 114711
- December 28, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=114711
- کې خپور شو 2:24 ب.ظ
- د خبر شمیره 114711
- December 28, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 14:24 - December 28, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



