اروپايي ټولنه: د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره د بشري حقونو او نړیوالو مسوولیتونو مراعاتول شرط دی

اتحادیه اروپا: رعایت حقوق بشر و مسئولیت‌های بین‌المللی شرط به رسمیت‌شناسی طالبان است


د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن پر دې خبره ټینګار وکړ چي د طالبانو له خوا د افغانانو د حقونو درناوی او د نړیوالو مسوولیتونو پوره کول د دغې ډلې د حکومت په رسمیت پېژندلو له اساسي شرطونو څخه دي. نیکولسن وویل: د افغانستان د روان وضعیت د حل لاره باید د دغه هېواد له دننه څخه ولټول شي. کله چې حکومت د خلکو درناوی وکړي او خپل نړیوال مکلفیتونه پوره کړي، د اړیکو د عادي کېدو او د رسمیت پېژندنې لپاره به لاره پرانستل شي. هغه زیاته کړه، په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو د ښځو د تعلیم حق، د حکومت کولو څرنګوالی او د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې د کارولو د مخنیوي په برخو کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي

بیشتر بخوانید:  طالبانو شطرنج حرام اعلان کړ؛ د افغانستان د شطرنج فډریشن وتړل شو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه