د افغانستان اوسنی کړکیچ د ډیرو داخلي ریښو او عواملو سربیره پیچلي او لوی بهرني اړخونه هم لري، چې د څیړلو لپاره یې ډیرو او اوږدو بحثونو ته اړتیا ده. د افغانستان د کړکیچ د نورو بهرنیو عواملو ترڅنګ، په معاصره نیمه پیړۍ کې د هیواد د سیاسي لارې په ټاکلو کې د امریکا د متحدو ایالتونو رول تر ټولو د مخه باید په دقیقه توګه وڅیړل شي. د دې تر څنګ په وروستیو لسیزو کې د افغانستان د سیاسي وضعیت په ټاکلو کې د امریکا رول له ډېرو نیوکو سره مخ دی. په اسیا کې د افغانستان د ستراتیژیک اهمیت په پام کې نیولو سره، امریکا هم په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د قدرت او نفوذ د مخنیوي په خاطر په افغانستان کې د کمونیستي حکومت پر ضد د ځواکونو د ملاتړ هڅه وکړه او په دې توګه يې په کابل کې ځينو مخالفو ډلو ته بېلابېلې پوځي او مالي اسانتياوې برابرې کړې. ډېری شنونکي په افغانستان کې د شوروي تر ملاتړ لاندې د کمونیستي حکومتونو پر وړاندې له جهادي ډلو د امریکا د ملاتړ رول پرېکنده ګڼي او دوی په دې باور دي چې د داسې ملاتړ په نشتوالي کې به د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د حکومت کمزوری او ړنګېدل ناشونی وي. له بلې خوا په افغانستان کې د جهادي ګوندونو د ځینو مشرانو ترمنځ د سیاسي هوښیارتیا او ملي فکر او ژمنتیا نشتوالی د دې لامل شو چې هېواد د ډاکټر نجیب الله د حکومت له نسکورېدو وروسته ګډوډۍ او داخلي جنجالونو ته ولوېږي او افغانستان به د څو لسیزو لپاره د بحران او بې ثباتۍ په لور روان شي. په افغانستان کې د کورنیو جګړو له پیل سره، چې د شوروي اتحاد له ړنګیدو په وخت وه، امریکا د خپلو ګټو لپاره د افغانستان مسایل له پامه وغورځول تر دې چې د طالبانو ډله د هېواد له پرمختګونو او داخلي جګړو څخه راپاڅېده او بالاخره د دغې ډلې د واکمنۍ په پنځم کال کې د القاعدې ډلې له خوا د سپټمبر د یوولسمې نیټې وژونکې حملې وشوې. د طالبانو حکومت چې د القاعدې د مشر اسامه بن لادن ملاتړ یې کاوه او پناه یې ورکوله، د ناټو ځواکونو د پراخو بریدونو او په افغانستان کې دننه د طالبانو د مخالفو ځواکونو د یوځای کېدو له امله په څو میاشتو کې نسکوره شوه. په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د حکومت له ړنګېدو وروسته امریکا او نړیوالو ملګرو یې یو ځل بیا افغانستان د خپلو بهرنیو سیاستونو په محور کې واچاوه او د ډیرو مالي او بشري منابعو په جذبولو سره یې په مختلفو لارو خپل اهداف او ګټې تعقیبولې. د افغانستان په وروستۍ شل کلنه جګړه کې د امريکا ناسمې او کرغېړنې تګلارې يو ځل بيا د خلکو لپاره ترخې او بدمرغه پايلې درلودې. که په افغانستان کې د امریکا دوه لسیزې شتون د امریکايي مشرانو د شعارونو برعکس په دې هېواد کې نه د ترهګرۍ د له منځه وړلو لامل شو، نه په دې هېواد کې يو عصري او جمهوري حکومت رامنځته شو او نه د نشه يي توکو ستونزه په دې جغرافیه کې له منځه ولاړه. بالاخره په قطر کې له طالب ډلې سره له څو میاشتو خبرو اترو وروسته، امریکا له دغې ډلې سره د دوحې تړون لاسلیک کړ، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې یې د امریکايي ځواکونو او متحدینو وتلو ته لاره هواره کړه. په هیواد کې د طالبانو د بیا کنټرول سره، که څه هم امریکا په افغانستان کې خپل سفارت او دیپلوماتیکې ادارې راټولې کړې خو د دې هېواد سياسي فعالان او بېلابېل بنسټونه لا هم له لرې واټن څخه وخت په وخت د هېواد په سياسي مسايلو کې د رول لوبولو خبرې کوي. په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیس ټیلر ویلي: “موږ له طالبانو سره د امریکا د ملي ګټو د پرمختګ لپاره خبرې کوو.” ض. موسوي
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=114002
۱ میاشت پیش
شماره خبر 114002
منتشر شده در 6:30 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email