د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت اعلان وکړ چې په ننګرهار ولایت کې د ۹،۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو درې شبکې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په دې شبکو کې د اوبو د څاګانو کیندل، د دوو زیرمو جوړول چې هر یو یې د ۳۰ او ۵۰ متر مکعب اوبو ظرفیت لري، د ۵۳۹۲ مترو په اوږدوالي پایپ لګول او د اوبو د ۲۱۵ نلونو نصبول شامل دي. د دې پروژې د پلي کېدو په ترڅ کې لسګونو ځايي اوسېدونکو ته د کار زمينه برابره شوه. د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت تر دې وړاندې د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د اوبو رسولو شبکې جوړې کړې دي.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=113919
۷ میاشتی پیش
شماره خبر 113919
منتشر شده در 12:00 ق.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط